یو طبيب او دوه دښمنان/ امیرخان
د دوه پاچاهانو لښکرې چې تل به د یوې بلې سره ښکر په ښکر وې.
د دغو دواړو لښکرو ناروغان او ټپیان به یو طبيب ته د تداوي لپاره ورتلل طبيب هم مجبور ؤ چې د دوی تداوي وکړي.
یوه ورځ چې خپله د لښکر مشر سخت ټپي شوئ ؤ طبيب ته راغلو له مرګ یې وژغورلو قومندان طبيب ته وویل که غواړې زمونږ په ښار او پاچاهې کې ښه ژوند وکړې نو مونږ سره لاړ شه طبيب قبوله نه کړه مګر داسې ځواب یې ورکړ چې قومندان یې ډیر په قهر کړ.
طبيب وویل ته چې چا ټپي کړئ وې هغه کسان هم دلته د تداوي لپاره راځي او څه موده وړاندې چې د تاسې مقابل لورې لښکر مشر سخت ټپي شوئ هغه مې هم له مرګ وژغورلو قومندان چې دا خبرې واوریدې عسکرو ته یې امر وکړ چې طبيب ونیسئ پاچاهی ته یې یوسئ.
طبيب یی د پاچاه مخته ودرولو ټوله کیسه یې ورته وکړه پاچاه هم ډیر په قهر شو له طبيب یې وپوښتل چې ولې د داسې کړي دي؟
طبيب له جیب وچه ډوډې راوباسله د سپیو منځ کې واچوله سپیو په ډوډې جنګ پیل کړ طبيب ورغلو سپي یې سره بیل کړل.
پاچاه چې دا صحنه ولیده طبيب ته یې وویل مونږ رښتیا هم تر سپیو بدتر یو، سپي خو د ډوډې لپاره جنګونه کوي مونږ په ځمکو، شتمنیو، او د شهرت لپاره جنګونه کوو.
طبيب وویل: زه باید تل همداسې طبیب ووسم.
Post a Comment