انسانیت څه غواړي؟
دا هغه څو وړې جملې دي چې زمونږ نړې ورسره بدلون مومي او په همدې څو جملو عملي کولو سره مو انسانيت ثابتيږي.
که دا خويونه او عادتونه په خپل ځان کې پيدا نه کړی نو تاسې اصلا ځان نه لری.
۱ - هغه څه چې نه غواړی ترسره يې کړی، بايد په مسکا يې ترسره کړی.
۲- هغه څه چې نه غواړی واوری بايد په مسکا يې واورئ.
۳- او هغه څه چې نه غواړی وواياست بايد په مسکا يې وواياست.
۴- هغه څه چې نه غواړی وګوری بايد په مسکا يې وګوری.
۵- هغه څه چې نشی ورکولای باید په مسکا يې ورکړی.
۶- او هغه څه چې نه خوښوی بايد په مسکا يې خوښ کړئ.
۷- هغه څه چې نه غواړی زده يې کړی بايد زده يې کړی، او تر نورو يې ورسوی.
۸- او هغه څه چې تاسې يې نه خوښوی بايد په مسکا يې خوښ کړی.
همدا د سوکاله، ارام او خوشحاله ژوند پيل دی بايد له همدې ځایه يې پيل کړی.
Post a Comment