بدلون په ځان کې راولئ چې ټول کلونه مو بدلون ومومي.
خپل ځانونه نوي کړی، نوي فکرونه او کړنې
وپنځوی، نوی ژوند پيل کړی.
نيکې ارادې ولری
خيرخوا او مهربانه ووسی
ښې مشورې او نصيحتونه ومنی
د بدو مقابل کې زغم او حوصلې څخه کار اخلی ژر پريکړې مه کوی.
کينې او کرکې د خپلو ذهنونو څخه ليرې وغورځوی.
حتا که په رښتيا ويلو زیانمن کيږی هم خو په ګټه وټه کې ريښتيني او صادق ووسی.
بښونکي او زړه سواندي ووسی.
د هغو ښو مشرانو اطاعت وکړی چې د تاسو په منځ کې مسوليتونه لري.
په يوه اشتباه د خپل ملګري ګريوان ته لاس مه وراچوی په دی کار سره اشتباه نه ختميږي بلکې نصيحت او لارښونه يې وکړی.
د چا په درد خفګان او مرګ خوښي مه کوی ځکه په تاسې هم همداسې ورځې راتلونکي دي. حتا د خپل دښمن په مرګ هم خوښي مه کوی.
د کشرانو او ماشومانو په مخکې ښې خبرې او ښې کړنې تکراروی ځکه چې همدا نن تاسې د دوی د تربيې او ښه راتلونکي مسوليت لری.
د هغوی په مخکې د بدو او ظالمانو ستاينې مه کوی.
خپلې ستونزې په رشوت ورکولو او اخيستلو مه حل کوی.
په ځان ډاډه وسی د هر ښه کار لپاره پلان او مطالعه ولری د نورو مرسته وغواړی.
په خپلو ښو کړنو مه وياړی ځکه نور هم چې د تاسو مرسته کوي نه ویاړي.
خپلو فکرونو ته ازادي ورکړی مثبتې ټاکنې وکړی که خوښه مو وي نو دا لنډ ليک د خپلو ټولو ملګرو سره ګډ کړی.
په درنښت.
Post a Comment