په څـاه کې مړ سپئ!

وایي یو عالـم ته څو کسان راغلل شکایت یې ورته وکړ چې د کلي په څاه کې سپئ غورځیدلئ څه وکړو؟ 
عالم وویل: اوبه یی مردارې دي باید سل بوقې اوبه یی راوباسئ چې پاکې شي.

کلیوال بیرته لاړل له څاه یې سل بوقې اوبه راوباسلې بیا هم د اوبو بد بوئ ورک نشو عالم ته ورغلل چې اوبه خو پاکې نشوې.

عالم بیا وویل: چې سل بوقې نورې اوبه هم راوباسئ. چې دوهم ځل یې اوبه راوباسلې بد بوئ یې بیا هم ورک نشو.
دریم ځل عالم ته ورغلل عالم ترې وپوښتل: د سپي ټوټې مو اوبو کې ولیدې او هغه مو راوباسلې؟ کلیوالو وویل: نه

د افغانستان د خلکو همدا حال دی مشران یې د خپلو ګټو لپاره په بنيادي ستونځو پردې غوړولي دي تر څو خلک همداسې بوخت وساتي. هرڅومره چې کوښښونه وکړي بیا هم د ستونځو خلاصئ نشته برعکس دا چې ستونځې مو نورې هم غټیږي.

دا هغه ستونځې دي چې افغانان ورباندې وياړي، او دوی همدا ستونځې د ځان لپاره د خیر او ښیګڼې د نیکونو د غیرت میراثونه بولي. ترهغې چې دلته دروغ بدنیت او بدې ارادې پلې کیږي دا بدبختی او نابودی به روانې وي.
(امیرخان )

هیچ نظری موجود نیست