دا روانې ميراثي ستونزې د تاسې قسمت او نصيب نه دي
خپل تاريخ مطالعه کړی خپل ګريوان کې وګوری په دې ښه غور وکړی چې څه مو کړي ؤ او اوس څه کوی؟
د خپلو ناسمو ټاکنو پايلې وګوری او عبرت ترې واخلی.
دا د تاسې قسمت او نصيب نه دی چې تعصب او کینه لری دا د تاسې قسمت او نصيب هم نه دی چې د نورو څخه ځان ته برتري ورکوی او نور ټيټ وی.
دا د تاسې قسمت او نصيب نه دی چې زغم نه لری خپل ورور او خور نشی زغملی د خپل ورور سره جنګ قسمت او نصيب نه دی.
دا بد فکرونه او بدې کړنې تاسې ته چا په قسمت او نصيب نه دي ويشلي، دا هغه څه دي چې خپله يې يو بل ته ورکوی.
ځان وژنه او بل وژنه د تاسې قسمت او نصیب نه دی دا د تاسې د خپلو بدو افکارو حاصل دی.
که همداسې خپلې روانې ستونزې قسمت او نصيب تعبير وی او د خپل قسمت او نصيب حاصل يې بولی، هيڅکله به له دې حالته ونه وزی بلکې ځان ته دوکه ورکوی. او همدا فکرونه مو له يو نسل څخه بل نسل ته په ميراث پاتې کيږي.
ذهنونه مو د نژادي، قومي او سمتي تعصبونو او نفرتونو، کينو څخه پاک کړی. د يو بل زغمل او منل، اعتراف او بښنه تمرين يا تجربه کړی او خپل عادتونه يې وګرځوی. همدا د سولې او خوشحاله ژوند پيل ده.
(اميرخان)
Post a Comment