وحشي انسان
کله چې يو وحشي حيوان ښکار وکړي او ټوټې ټوټې غوښې خپلو بچيانو ته راوړي نو بچيان يې داسې فکر کوي چې مور او پلار مو ډير مهربان دي مونږ سره ډيره مينه کوي.
په داسې حال کې چې هغه غوښې د نورو حيواناتو او د هغوی د بچيانو وي.
داسې حيوانات د انسانانو په لباس کې هم شته چې د خپلو بچيانو لپاره همداسې کوي، د خپلو اولادونو لپاره د نورو د اولادونه حقونه خوري اولادونه يې فکر کوي چې پلارونه مو ډير مهربان دي.
Post a Comment