بدن پرته د پوهې له رڼا مړ وي/ امیرخان
هغه بدن که د پاچا او که د ګدا وي.
پوهه هغه نه وه چې فرعون ښایسته احرامونه پرې جوړ کړي ؤ.
فرعون له سینوهه وغوښتل چې پاچاهي به درکړم پوهه د راکړه
مګر سینوهه ونه منله
ځکه چې پاچاهي د پوهې لیاقت نلري، پوهه هیڅکله په داسې کوچنيو قدرتونو، محلونو او لباسونو ځان نه پټوي.
سینوهه په دې پوهيدو چې پوهه د مقام، قدرت او ظلم سره نشي پرتله کیدای.
که سینوهه له فرعون پوښتلي وای چې څنګه زه ستا د لاس لاندې ژوند کوم ایا ته به دا ومنې چې خپله پوهه درکړم او زما د لاس لاندې ژوند اختیار کړې؟
فرعون دا نشوه منلئ ځکه انسان طبعاً د بل لاس لاندې ژوند مرګ بولي.
د نن ورځې فرعونیان باید په دې پوه شي چې دوی ته یوازې د خپلو نیکونو میراث ورپاتې ده.
اوس مو خپله خوښه ده چې راتلونکو نسلونو ته مو د فرعونیانو جسدونه پریږدئ چې زیارتونه ورباندې جوړ کړي او طوافونه ترې وکړې، او که د سینوهه غوندې پوهه او کتابونه په میراث ورته پریږدی..؟
Post a Comment