وحشي ليوه ښه ده که اهلي سپی؟ 


د چګوارا دا وينا ډيره مشهوره ده او د مونږ افغانان يې هم ډيره خوښه وي. 

چګوارا وايي: 
لېوہ چي کله ولیدل ژړ‎ل یې،
چي سپی د یوہ ټوټه ھډوکي لپارہ
د شپانه لغتي زغمي. 
؛-----------------------------
چګوارا دا مثال د هغو کسانو لپاره راوړی چې د يو چا غلام وي او د خپل بادار هره ناروا او عمل په ځان مني. 

خو دلته د وفادار سپي او غلام انسان ډير توپير ده، هغه دا چې سپی ځان غلام نه احساس وي هغه داسی فکر کوي چې شپون يې يو ښه ملګری ده، ځکه چې په لوږه او تنده کې هم د خپل شپون ملګرتيا نه پريږدي مګر د غلام انسان او د هغه بادار ترمنځ د وفاداری او ملګرتيا اړيکه نه وي. 

بادار د خپل غلام څخه ويره لري مګر په سپي د شپون زړه ډاډه وي.
چګوارا په دې بيلګه کې ځان ته د ازاد ليوه مقام ورکړی او هغه کسان چې غلامان دي دوی يې د سپي سره پرتله کړي دي. 

که چيرې د وحشي ليوه په اړه ووايم نو دا ښکاره خبره ده چې ليوه يو بې ګټې او وحشي حيوان دی، خلکو د هغه رنګ خوښيږي مګر د ليوه څخه ډيره ويره لري. 

دا يوه ډيره ښه خبره ده چې سپی اهلي شوی حيوان دی د مينې وړ ګرځيدلی. 
دا هم بايد ووايم چې ستونزه په سپي کې نه وه چې شپون په لغتو وهلو بلکې ستونزه د شپون وه. 

که چيرې ټول شپانه ښه وای ډيری وحشي حيوانات به نن اهلي و دا چې ليوه له انسان کرکه کوي بايد ووايم چې ستونزه د انسان دی چې تر اوسه يې ليوه نه دی اهلي کړی.
( اميرخان )

هیچ نظری موجود نیست