نفس په انسان کې يوه لويه بتخانه ده


د نفس هغه ډول ډول بدې غوښتنې چې انسان په يو وحشي موجود بدلوي او انسان کاملاً فاسدوي هغه دادي 

دروغ: 
هغه کس چې تل د خپلو بدو لپاره دروغ زده کوي او خپلې نفسي غوښتنې په ډول ډول بهانو پټوي...
زما په اند دروغ د نفسي يا بدو غوښتنو يو قانون هم دی.   

ځانښودنه: 
هغه کس چې تل کوښښ کوي په هرځای او هرچا ځان لوړ او ښه وښايي تر څو د نورو د ستايلو وړ وګرځي او هم په دې عمل سره خپلې باطني ستونزې پټې وساتي... 

کرکه: 
تل له هغو کسانو کرکه کوي چې څوک يې د نفسي غوښتنو خنډ ګرځي او ان تردې چې قدرت ترلاسه کړي لمړی قدم کې همدا ښه کسان په نښه کوي او د خپلې لارې څخه يې ليرې کوي... 

غرور: 
په هرڅه کې ځان پوه او ريښتونی ښايي تل خپلو اشتباهاتو او ستونزو ته ستونزې نه وايي برعکس په دې وياړي او يا خو د خپلو ستونزو ملامتې په نورو وراچوي او هم په خپل علم قدرت يا شتمنی غرور لري...  

کينه: 
د هغو کسانو په وړاندې تل کينه ساتي چې په کومو اشتباهاتو او کړنو يې نيوکې پرې کړي وي او يا يې رسوا کړی وي نو دا کس تل د نورو کسانو د اشتباهاتو انتظار کوي چې پر هغوی هم نيوکې وکړي او خپل قصور واخلي...

شهوت: 
ددې لپاره خو انسان هرڅه ته تيار وي د خپلې شتمني ورته تيريږي او ان تردې چې غلا او قتل هم ورته کوي خو دې عمل ته ځان رسوي.

زه نفس ته د بتخانې نوم يا لقب ځکه ورکوم چې انسانان تل د همدې بتخانو لپاره قربانې ورکوي. 
پورتني څو صفتونه چې تاسو ولوستل دا هر يو صفت يو بت دی تاسو هره ورځ او هره شيبه ددې بتانو لپاره قربانی ورکوی او همدا بتان دي چې د تاسې د شخصيتونو څرګندويي کوي. 

هر هغه صفت چې د تاسو په نفس او عقل کې ترهرڅه لومړيتوب ولري د تاسو لپاره يو بت دی. يعنی که چيرې تاسې خپل ځان وپيژنی دا به درته ثابته شي چې تاسې يو غټ بت پرست ياست. 

دا ضروري نه دی چې تاسې د کوم دين يا مذهب ولری بلکې تر ټولو غټه بت پرستي ستا د ننه روانه ده.
د شيطان لپاره خپل علم بت جوړ شو او په هغه بت يا علم يې غرور وکړ او همدا راز لعنت او په مرګ محکوم شو
  
(اميرخان)

هیچ نظری موجود نیست