انسان او ازادي
ځيني داسې انګيري چې د پوهې په اخري پړاؤ کې دي خو له دې بې خبره دي چې پوهه پای نلري.
وايي څو وښياران په ښار کې د پاچاه لخوا جوړ شوي ژوبڼ ته ورغلل د هغه ځای له ساتونکو یې وغوښتل چې دوی ته اجازه ورکړي تر څو د ژوبڼ ټول وحشي حیوانات ازاد کړي خو بې سواده ساتونکو هغوی پورې وخندل وښیارانو وویل تاسې ناپوهان یاست د ازادی په ارزښت نه پوهیږئ، همدا وحشي حیواناتو ته باید خپل د ازادی حق ورکړئ شي...
ناپوهانو بیا هم وخندل او وښیارانو ته یی وویل چې مونږ به ستا دغه نیک پیغام د پاچا سره ګډ کړو ځکه دا پریکړه باید هغه وکړي.
کله چې پاچا خبر شو نو د ژوبڼ ساتونکو ته یې امر وکړ چې دې وښیارانو تر اوسه ازادي نه دی پیژندلې. ددې لپاره باید لمړې دوی خپله بندیان شي ځکه دا وښیاران غواړي چې د وحشي حیواناتو په ازادولو سره زمونږ ښار او خلک نا امنه کړي امر یې وکړ چې د ژوبڼ هغه کلکې کوټې ته باید دغه وښیاران واچول شي.
او له هغه ځایه دوی باید په ازادی عمل کول پیل کړي او د ژوبڼ ټول وحشي حیوانات اهلي کړي.
یعنی که چیرې مو داسې احمقانه هڅه کوله دا په یاد لرئ، چې وحشیان ازاد شول تاسې به خامخا بندیان کیږئ.
Post a Comment